د امریکا متحد ایالتونو د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ

امریکایي ادارې پرون همداراز وویل، هغه امریکایان به چې په تېرو دوو اونیو کې د چین هوبې ولایت ته تللي دي خامخا د څوارلس ورځو په مخه قرنطین شي.

د امریکا متحد ایالتونو د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ او ویې ویل، هغه بهرنیان چې په وروستیو کې چین ته تللي دي هغوی به پرې نه ږدي چې متحد ایالتونو داخل شي.

امریکایي ادارې پرون همداراز وویل، هغه امریکایان به چې په تېرو دوو اونیو کې د چین هوبې ولایت ته تللي دي خامخا د څوارلس ورځو په مخه قرنطین شي.

کوم امریکایان چې د چین له نورو برخو متحد ایالتونو ته ستنیږي د هغوی روغتیایي معاینات به په هوایي ډګرونو کې کېږي او دا کسان به په خپلو کورونو کې د څوارلس ورځو په مخه ایساریږي.

دا پریکړې به سر له سبا پلې کېږي.

هوبې ولایت او د هغه مرکز اوهان د کرونا ویروس اصلي مرکز دی.

د دې ناروغي له امله تر اوسه لږ تر لږه دوه سوه نهه پنځوس کسان وژل شوې دي او نژدې یولس زره اته سوه نور په چین کې په دې وژونکي او اخیستونکې ناروغۍ اخته شوې دي.

تر اوسه د نړۍ په پنځه ویشت هیوادو کې دا تایید شوې ده چې ځیني کسان په کرونا ویرس اخته شوې دي.