روسیه کې په کرونا ویروس ۲ کسان اخته شوي

په روسیه کې د کرونا ویروس یوه نښه د چین سرحد ته په نږدې سیمه کې او بله د قزاقستان پر سرحد په پرته سیمه کې موندل شوې ده.

د روسیې حکومت پرون په کرونا ویروس د ۲ کسانو د اخته خېدو خبر تائید کړ.

روسیې ډېره هڅه وکړه چې له چینه د دې وژونکي ویروس د ورتګ مخنیوي وکړي.

په روسیه کې د کرونا ویروس یوه نښه د چین سرحد ته په نږدې سیمه کې او بله د قزاقستان پر سرحد په پرته سیمه کې موندل شوې ده.

د روسیې د صدراعظم مرستیال دا معلومات پرون، د جنورۍ په ۳۱مه، خبریالانوته ویلي چې دواړه وګړي قرنطین شوي او د روسیې حکومت له چینه اکثر پروازونه بند کړي دي.

په چین کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله د څه باندې ۲۰۰ کسانو د مړینې خبر تائید شوی دی.

دا ویروس د ډېسېمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې را پېدا شو او تر اوسه ۱۰ زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په نړیواله کچه اضطراري حالت اعلان کړ.