کابل کې چاودنه شوې

ارشیف، افغان ځواکونو په کابل کې د یوې چاودنې سیمه کلابند کړې، انځور تزئیني بڼه لري.

د کابل پولیس وايي چې نن د پنځمې ناحیې په فاضل بېګ سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وویل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته شااوخوا درې بجې وشوه.

ده زیاته کړه: "یو ماین چې په کراچۍ کې ځای پر ځای شوی وو، چاودلی دی. د لومړیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. د دغو کسانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه‌شته."

د دې پېښې مسئولیت تر اوسه هېڅ‌چا نه‌دی منلی.

تر دې مخکې د روانې اوونۍ د شنبې په ماښام د کابل په کوټې سنګي سیمه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو ملکي ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا دا ماین د پولیسو په یوه رنجر موټر کې ځای پر ځای شوی و.