پولیسو په پکتیکا کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول

ارشیف، د نشه‌یي توکو سوځول.

په پکتيکا کې زرګونه کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د پکتيکا امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين ازادي راډيو ته وويل: "افغان امنیتي ځواکونو د دلوې مياشتې پر اتمه نېټه د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ په درېيو کليو کې پنځه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې اووه زره کيلوګرامه چرس ترلاسه شول."

دا چرس تر معاينې او کتلو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول او د دې موادو د تولید او زېرمه کولو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.