د اوکراین له ولسمشر سره د مایک پامپیو لیدنه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کیف کې د لیدنې پر مهال.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او لوړپوړو اوکرایني چارواکو سره په کیف کې ولیدل.

واشنګټن له اوکراین سره ملاتړ څرګندوي چې په دونڅک او لوهانسک سیمو کې د روسیې په ملاتړ له ځواکونو سره لاس او ګرېوان دی.

پامپيو پرون پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل، له کیف څخه د امریکا ملاتړ پر خپل حال دی او زه به پر دې خبره ټينګار کوم چې د اوکراین له حکومتي مشرانو سره پر دې موضوع خبرې وکړم چې څه ډول خپله ستراتېژیکه ملګرتیا زیاتولای شو او د یوه ازاد اوکراین او ډیموکراتيک دولت تضمین وکړای شو.

پامپیو په داسې حال کې کیف ته تللی چې د امریکا سنا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په موضوع بوخته ده. ډیموکراتانو پر ټرمپ تور پورې کړی چې له واکه‌یې ناوړه ګټه پورته کړې ده او د خپل سیاسي سیال په اړه‌یې د پلټنو په خاطر پر اوکرایني چارواکو فشار راوستلی دی.

د اوکراین په جګړه کې له ۲۰۱۴م کال څخه تر اوسه ۱۳ زره کسان وژل شوي دي. روسیې د ۲۰۱۴م کال په مارچ میاشت کې کریمیا ټاپو له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې ونښلوله.