امریکا: ایران ته بشري مرستې له یوه نوي چینل ولېږل شوې

د امریکا متحده ایالاتو ملي بیرغ

متحده ایالات ایران ته د بشري مرستو د لېږلو د یوه نوي چینل د جوړېدو خبر ورکوي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د ایراني ناروغانو لپاره پرته له دې چې د ایران حکومت دخیل وي د سویس له لارې د پیسو د لېږد مېکانیزم بشپړ شوی دی.

په بیان کې راغلي چې دا مېکانیزم د ایران خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره جوړ شوی، خو ډاډ ورکوي چې ایران ته به عواید او پیسې نه‌استول کېږي.

واشنګټن تهران تورنوي چې له دې ډول چینلونو د ځان په ګټه او د ترورېزم د ملاتړ لپاره کار اخلي. د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک پرون پنجشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پر ایران د سرطان د علاج او د وجود د غړو د پیوند اړوند درملو د پلورلو او سپارلو بهیر بشپړ شوی دی.

هوک وايي: "موږ څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې ایران ته د بشري مرستو د استولو لپاره له سویس سره په ګډه د یوه مالي چینل پر جوړولو کار کوو. له شرکتونو غواړو چې پر غذایي موادو، درملو، طبي وسایلو او کرنیزو محصولاتو د بندیزونو له معافیت څخه ګټه واخلي. دا ډېره ښه خبره ده چې په سرطان او نورو ناروغیو اخته ایرانیان چې د وجود د غړو پیوند ته اړ دي اوس د دې چینل له لارې د علاج امکان ترلاسه کوي."

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر تهران د امریکا د نویو بندیزونو د لګولو خبر هم ورکړ او ویې‌ویل نوي بندیزونه د ایران پر اټمي سازمان او د دې سازمان پر مشر علي اکبر صالحي لګول شوي دي.