د پاکستان له پارلمان د بې‌پولې خبریالانو ادارې غوښتنه

د بې‌پولې خبریالانو ادارې ځینې کاري دوسیې

د بې‌پولې خبریالانو ادارې د پاکستان پر پارلمان غږ کړی هغه طرحه رد کړي چې پر انټرنټي ټلوېزیوني خپرونو، پر انټرنټ د وېډیوګانو او نورو موادو د خپرونو د کنټرول لپاره جوړه شوې ده.

د بې‌پولې خبریالانو ادارې ویلي چې په پاکستان کې د الکترونیکي رسنیو د تنظیم د ادارې طرحه څرګندوي چې دا مستبده اداره هڅه کوي چې رسنۍ سانسور او په شدت کنټرول کړي.

په پاکستان کې د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې، د روانې میاشتې په پیل کې یوه طرحه پارلمان ته وړاندې کړه چې پر یوټیوب، نټ فلکس او داسې نورو انټرنټي چینلونو خپرېدونکي معلومات کنټرولوي.

د پاکستان دې ادارې پرون وویل چې په ورته وخت کې يې د فدرالي حکومت ټولو ادارو ته تر دې ډېره شدیده او هر اړخیزه طرحه وراستولې چې د معلوماتو د سانسور مخنيوی وکړي.

خو د بې‌پولې خبریالانو د ادارې د اسیا-پاسیفیک برخې مشر، دانیل بستارد ویلي چې پاکستاني چارواکو د تهدید او ځورونې په زور ډېر خبریالان مجبور کړي چې خپله ځان سانسور کړي او اوس یوازې انټرنټ دی چې د خلکو خپلواک اواز خپرولائ او نورو ته وراورولائ شي.