د کونړ د روغتیا رئیس: وسله‌والې ډلې د پولیو واکسین مخه نیسي

ارشیف، واکسین ته په تمه ماشومه

په کونړ کې د عامې روغتیا رئیس عزیزالرحمن ساپي ویلي چې وسله‌والې ډلې اجازه نه‌ورکوي چې په ځیني سیمو کې کوچنیانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورسېږي.

ډاکتر ساپي نن د جنورۍ په ۳۰مه، ازادي راډیو ته وویل چې دا اندېښنه لري چې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه به سږ کال هم لږترلږه ۴۰ زره کوچنیان چې تر پنځو کلونو یې عمر کم یا پنځه کلن دي، پاتې شي.

ډاکتر ساپی وایي: "پولیو یو خطرناک ویروس دی چې کوچنیان فلجوي او حتی وژلائ یې شي. تېر کال د کونړ په وټه‌پور ولسوالۍ کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی و."

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه وروستي دوه هېوادونه دي چې کوچنیان د پولیو د ويروس له امله ګوزڼ وهي.