پاکستان کې د پولیو ۲ ښځینه کارکوونکې وژل شوي

په پاکستان کې د پولیو ښځینه کارکوونکو د وژل کېدو سیمه.

ناپېژانده وسله‎والو په پاکستان کې د پولیو دوه ښځینه کارکوونکې ووژلې.

دا پېښه پرون د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په پارمولو کلي کې وشوه. د پېښي یوه عیني شاهد شېر زمان خان ازادي راډیو ته وویل: "زه دلته مخامخ ناست وم د لمانځه لپاره مې اودس کاوه چې ډزې وشوې، درې څلور ډزې وشوې خلک راغونډ شول. موټرسایکل مې ولید چې تېز روان و، دوه تنه پرې ناست وو."

په سیمه کې پولیسو ازادي راډیو ته ویلي دي چې دې مېرمنو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکاوه.

کوم چا، یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه نه‎دی منلی.

د راپورونو پر بنسټ طالبانو په تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو کې په پاکستان کې لسګونه د پولیو واکسینوونکي او د هغوی ساتونکي پولیس وژلي دي.د پولیو ناروغي په ټوله نړۍ کې یوازې په پاکستان، افغانستان او نایجریا کې لاهم شته.