ازادي راډیو ۱۸ کلنه شوه

په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر

نن د ازادي راډیو ۱۸ کال دی. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو څانګې خپلې خپرونې د افغانستان لپاره د ۱۳۸۰ لمریز کال د سلواغې په ۱۰مه پيل کړې.

په پیل کې د ازادي راډیو خپرونې د ورځې درې ساعته وې او یوازې د لنډو څپو له لارې خپرېدې، خو اوس ۱۲ ساعته خپرونې لري چې د سهار له اوو د ماښام تر اوو بجو په منځنۍ څپه ۱۲۹۶ په ټول افغانستان کې خپرېږي.

ازادي راډیو د افغانستان په اکثرو لویو ښارونو کې د اېف اېم په ۱۰۰،۵ پنځه هم نیولی شئ.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لومړی ځل د ۱۹۵۰ کال د جولای په څلورمه خپلې خپرونې د هغه وخت چکسلواکیا لپاره پیل کړې او اوس د نړۍ په ۲۵ ژبو راډیویي، ټلوېزیوني او انلاین خپرونې لري.