چارواکي: کندز کې ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندز ولایت

د کندز ځایي مسؤلین او ولسي استازي وایي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۳ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري تېره شپه هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو طالبانو یې پر ګډې پوستې برید وکړ.

ښاغلی امیري وایي، برید کې ۱۲ نور سرتېري ټپیان شوي او درې نادرکه دي.

د کندز په امنیه قوماندانۍ کې یوه سرچینه بیا د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر ۱۸ یادوي چې په خبره‌یې ۱۵یې د ملي اردو او درې یې پولیس سرتېري دي.

طالبان بیا ادعا کوي چې دغلته‌یې تر ۳۰ پورې سرتېري وژلي، ۴ ژوندي نیولي او یو شمېر پوځي موټر او وسایل‌یې هم نیولي دي.