بادغیس کې ۶۲ افغان سرتېري د طالبانو له بنده خوشې کړای شوي

ارشیف

د بادغیس سیمه‌ییز چارواکي وايي چې ۶۲ افغان سرتېري د طالبانو له بنده خوشې کړای شول.

دا خبره د بادغیس د والي ویاند نجیم‌الدین برهاني ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، دا افغان عسکر له یوه کاله راهیسې د بادغیس ولایت په بالامرغاب کې د طالبانو په بند کې و چې بېګا شپه د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشې شول.

په دوی کې پنځه کمانډو سرتېري او پاتې نور پولیس، اردو او سرحدي پولیس دي.

د بادغیس د والي ویاند ښاغلي برهاني زیاته کړه چې یاد افغان سرتېري د طالبانو له‌خوا په بالامرغاب او جوند ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال نیول شوي و.

ورته مهال د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پر خپل ټویټر د یادو خوشې شویو سرتېرو عکسونه خپاره کړي دي.

بالامرغاب د بادغیس نا امنه ولسوالۍ ده.

طالبان د دې ولسوالۍ په ډېره برخه کنټرول لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان سرتېرو د خوشې کېدو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.