ایران کې د بهايي مذهبي اقلیت نوې ستونزې

ارشیف

په ایران کې د بهايي مذهبي اقلیت پیروان، تر هغې چې له خپلې عقیدې منکر نه‌شي، د نویو تذکرو یا پېژندپاڼو د ترلاسه کولو غوښتن‌لیک نه‌شي سپارلی.

په ایران کې الکترونیکي تذکرې (برښنايي پېژندپاڼې) لرل دا مهال حکومتي خدمتونو ته د لاسرسي او د بانک له لارې د پیسو د لېږد لپاره شرط دي.

خو د دې پېژندپاڼو لپاره د غوښتن‌لیک د فورم سپارلو په ایران کې مېشت بهایي اقلیت له جدي ننګونې سره مخ کړي.

دا مذهبي اقلیت چې په ایران کې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د اسلامي انقلاب راهیسې د دولت له‌خوا د تبعیض پالېسیو ځورولي، د بشري حقونو د فعالانو په وینا د برښنايي تذکرو په ترلاسه کولو کې یو وار بیا د حکومتي تبعیض هدف ګرځېدلي دي.

د نویو تذکرو لپاره د غوښتن‌لیک د سپارلو پر مهال د ایران بهایان مجبور دي چې له څلورو هغو دینونو ځان ته یو انتخاب کړي چې د ایران اساسي قانون کې پېژندل شوي.

په دې څلورو دینونو کې اسلام، عیسویت، یهودیت او زرتشتي دین شامل دي.

د بهايي عقیده په ایران کې په رسميت نه‌ده پېژندل شوې.

د ایران د نویو برښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره په فورمونو کې نور عقاید او ادیان نه‌دي شامل او دا هم په‌کې نه‌شته چې تذکرې ته غوښتن‌لیک سپارونکي د "نورو عقایدو" د انتخاب حق ولري.

نو د دې لپاره چې بهایان په ایران کې نوې پېژندپاڼې ترلاسه کړي، د بهايي مذهب پلویان باید د خپلې عقیدې له یو بنسټیز اصل سرغړاوی وکړي او د خپل دین په اړه دروغ ووايي چې دوی ترې منعه شوي دي.

په نیویارک کې د ایران لپاره د بشري حقونو د څار د یو مرکز اجرائیه مشر هادي قایمي وايي، دا نوي اصول په څرګنده تبعیض رامنځته کوي.

نوموړي د پېژندپاڼو لپاره د غوښتن‌لیک د سپارلو پروسه د ایران او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړاوی بللی دی.

قایمي د جنورۍ د میاشتې په ۲۷مه نېټه په یو بیان کې وویل، د دې نویو اصولو سره د ایران حکومت د ګڼو مذهبي اقلیتونو څخه د هغوی اساسي بشري حقونه او د وګړو لپاره مهمو اساسي خدمتونو ته د لاس‌رسي حق اخلي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د ایران د پارلمان محافظه‌کاره غړي محمد جاوېد ابتايي د کورنیو چارو له وزیر وغوښتل چې د پېژندپاڼو د ترلاسه کولو له فورمو څخه د "نورو مذهبونو" انتخاب لیرې کړي.

ابتايي ادعا کړې وه چې دا انتخاب "شیطاني فرقو" ته، هغه نوم چې اسلامي سخت دریځې یې بهايي مذهب ته کاروي، مشروعیت ورکوي.

په لندن کې د بهایانو د نړیوالې ټولنې ویاندې سیمین فرهاندیج د جنورۍ په ۲۴مه د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل، د نویو پېژندپاڼو د اخیستلو پروسه پر بهايي اقلیت د ایران د دولت د فشار په لړ کې نوې قضیه ده.

په لندن کې د بهایانو د نړیوالې ټولنې ویانده سیمین فرهاندیج

پخوانۍ سیاسي زنداني او د بشري حقونو فعالې بهاره هدایت چې د تهران په اوین زندان کې یې اووه کلونه تېر کړي، تېره اوونۍ پر ټویټر هغه جزئیات خپاره کړل چې که د بهايي دین پیرو د پېژندپاڼو د پروسې په اړه پوښتنه راپورته کړي څه ځواب ورکول کېږي.

اغلې هدایت د هغه څه تصویر خپور کړی چې په وینا یې د ایران د وګړو د ثبت سازمان له‌خوا د یو بهايي د پوښتنې ځواب دی، په دې ځواب کې ویل شوي. "ګرانه وګړیه، تاسو ته د سلامتۍ په هیله، ستاسو د پام وړ دین په قانون کې تصویب شوی نه‌دی او د حل‌لار هم ورته په نظر کې نه‌ده نیول شوې، د امکان په صورت کې د موجوده شرایطو سره ثبت نام وکړئ."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم وايي، ایراني چارواکي بهایان یوازې د دوی د عقیدې په خاطر ځوروي او زندانونو ته‌یې اچوي.