د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۹ غړي او پلویان خوشې شول

د پاکستان پوليسو ګڼ کسان په اسلام‌اباد کې د مطبوعاتي کلب مخې ته د لاريون پر مهال نيولي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مخکښه غړې وايي، د پاکستان امنيتي ځواکونو د دوى د غورځنګ ٢٩ نيول شوي غړي او پلويان خوشې کړل.

ثنا اعجاز تېره شپه ناوخته ازادي راډيو ته وويل، په نيول شويو کسانو کې محسن داوړ او نور مهم کسان شامل وو.

هغې زیاته کړه: "له محسن داوړ سره ټول نيول شوي کسان خوشې شول، دوى ٢٩ کسان وو چې صرف په اسلام‌اباد کې نيول شوي وو."

د پاکستان پوليسو ګڼ کسان په اسلام‌اباد کې د مطبوعاتي کلب مخې ته د لاريون پر مهال نيولي وو.

د غورځنګ بل مخکښ غړي او د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي علي وزير ويلي چې دى په يوه خوندي ځاى کې دى.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا (PTM) په پلوۍ په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې وروسته له هغې تازه لاريونونه پيل شول چې د غورځنګ مشر منظور پشتین د دوشنبې سهار د پېښور په تهکال کې د پولیسو له‌خوا ونیول شو.