امریکا له چین نه د کرونا ویروس په اړه روڼوالی وغوښت

په چين کې په کرونا ويروس تر ١٠٠ زيات کسان مړه شوي او تر ٤٥٠٠ نور کسان ورباندې اخته شوي دي.

د امريکا متحده ايالاتو لوړ رتبه روغتيايي چارواکو له چين څخه غوښتنه وکړه چې نور هم روڼوالی او همکاري خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا په نوم وژونکى ويروس په چين کې په خپرېدو دى او د نړۍ په څو هېوادونو کې نور خلک هم ورباندې اخته شوي دي.

د امريکا د روغتيا وزير اليکس ازر پرون دغه‌راز وويل، واشنګټن له پیکېنګ سره همکارۍ ته چمتو دى.

په چين کې په کرونا ويروس اخته تر ١٠٠ زيات کسان مړه شوي او تر ٤٥٠٠ نور کسان ورباندې اخته شوي دي.

دغه ويروس لومړى د چين په مرکزي ښار ووهان کې کشف شو.

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په څه باندې ۱۰ نورو هېوادونو کې هم د کرونا ويروس څه باندې ٤٥ پېښې ثبت شوې دي.

ازر په واشنګټن کې وويل: "له چين څخه غواړو د لا مؤثر اقدام لپاره نوره همکاري او شفافيت ډېر مهم ګامونه دي."