غزني کې د راغورځېدلې امريکايي الوتکې سیمه کې نښته شوې

د دوشنبې په ورځ د امریکا پوځ وویل چې یوه الوتکه‌یې په غزني کې لوېدلې، خو وسله‌والو طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه‌یې ویشتلې ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونو او طالبانو د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې چې پرون د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه وغورځېده، نښته کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس، د غزني د امنیه قوماندان، خالد وردګ په حواله ویلي چې امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې په ده‌یک ولسوالۍ کې د الوتکې د سقوط ځای ته ورورسېږي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا پوځ وویل چې یوه الوتکه‌یې په غزني کې لوېدلې، خو وسله‌والو طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه‌یې ویشتلې ده.

خالد وردګ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته معلومات ور رسېدلي چې د پېښې په ځای کې څلور جسدونه شته او دوه تنه چې په الوتکه کې ژوندي پاتې وو هغه بې‌درکه شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې وسله‌والو یې ۶ جسدونه ګڼلي او ویلي یې دي چې د ژغورنې مأمورینو ته به اجازه ورکړي چې سیمې ته ورشي او مړي یوسي.

د امریکا د دفاع وزارت سرچینو روېټرز ته ویلي چې لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې په الوتکه کې تخنیکي ستونزه وه.