ننګرهار کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

ارشیف

د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې د کرکټ دغه سیالۍ سبا د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د افغانیو د رواجولو په موخه پیلېږي.

یادې ٢٠ اوریزې سیالۍ د شینوارو ولسوالۍ په کوربه‌توب پیلېږي چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.