تر اوسه کرونا ویروس چین کې ۱۰۶ کسان مړه کړي

د چین په ووهان کې یو روغتون چې په کرونا اخته ناروغانو درملنه کوي.

په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وجې د مړو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.

چیني چارواکو نن همداراز په دې ویروس د اخته کسانو د ۱۷۷۱ نویو مواردو راپور ورکړ.

د چین د ملي روغتیايي کمېسیون د اعلان له مخې د جنورۍ ۲۷مې پورې په ټول چین کې د دې ناروغۍ پېښې له څلورنیم زرو واوښتې.

منګولیا، قرغزستان او شمالي کوریا له چین سره د خپلو سرحدونو بندول اعلان کړي او هانګ کانګ، مالیزیا او فیلیپین د هوبای په نوم د چین د هغه ولایت اوسېدونکو ته د ویزو ورکول بند کړي چې دا ویروس لومړی ځل په‌کې وموندل شو.

له بلې خوا له چین څخه بهر د کرونا ویروس ناروغۍ د ۴۸ مواردو راپور ورکړل شوی چې تقریباً ټول یا چیني سیلانیان دي او یا هغه کسان چې په دې وروستیو کې د چین ووهان ښار ته تللي دي.

جرمني پرون په دې هېواد کې د دې ناروغۍ د لومړني مورد راپور ورکړ، خو مخکې په کمبودیا، سریلانکا، مالیزیا، جنوبي کوریا، تایوان، ټایلنډ، نیپال، سنګاپور، ویتنام، جاپان، کاناډا، فرانسه، سعودي عربستان، متحده ایالاتو او اسټرالیا کې هم په دې ویروس اخته کسان ثبت شوي دي.