امریکا په سوریه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

ارشیف

متحده ایالاتو د سوریې د شمال لوېدیځ پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او په دې سیمه کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

د راپورونو له مخې د روسیې او ایران نیابتي وسله‌والو او حکومتي ځواکونو په ادلب او حلب ولایتونو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د جنورۍ په ۲۷مه په یوه بیان کې وویل، دا عملیات به بشري کړکېچ رامنځته کړي او په ادلب ولایت کې چې د وسله‌والو یاغیانو وروستی سنګر دی پر سلګونه زره ملکي وګړو ناوړه اغېز کولای شي.

پامپیو ویلي دي چې دا ځواکونه بې‌حده هوايي حملې او ځمکني پوځي عملیات کوي چې په نتیجه کې یې زرګونه ملکي وګړي له دې سیمې څخه تېښتې ته اړوتي دي.