دنیا: له تخنیکي ستونزو پرته ولې الوتکې سقوط کوي؟

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په غزني کې د نسکورې شوې الوتکې او د سولې روانو خبرو اترو په اړه لېکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، په وروستۍ یوه میاشت کې پنځه الوتکې نسکورې شوي او اکثره دغه الوتکې نوې وې او کومې تخنیکي ستونزې يې هم نه‌درلودې.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې له تخنیکي ستونزو پرته ولې دغه الوتکې سقوط کوي؟

سرمقاله لیکونکي لیکلي، که څه هم له دې وړاندې د ملي اردو الوتکې د زوړوالي او یا هم د طالبانو د راکټي حملو له امله سقوط شوي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، د امریکا الوتکې سقوط کېدل یا سقوط کول چې په‌کې د «سې‌ای‌اې» سازمان غړي سپاره وو، یو بې‌ساری اقدام دی او په وینا یې دا د نوې لوبې د پیل په معنی ده چې سیمې ته نوی پیغام رسوي.

د سرمقالې په نتیجه‌ګیرۍ کې راغلي، وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې دغه امریکايي الوتکه دوی نسکوره کړې او دا څرګندوي چې طالبان په پرمختللو وسلو سمبال دي چې دا د افغانستان امنیت په تړاو د سیمې د نظرونو یوه نوې کیسه بیانوي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په غزني کې د یوې امریکايي الوتکې سقوط ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي.

وړاندې راغلي، د الوتکې له نسکورېدو څو ساعته وروسته هم د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکو معلومات نه‌لرل او په دې برخه کې یې ان له خبرو هم ډډه کوله.

په سرمقاله کې راغلي، له پرونۍ پېښې ښکاري چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د افغانستان په هوايي حریم هېڅ ډول کنټرول نه‌لري او پر هوايي حریم د تېرېدونکو الوتکو د پېژندګلوي وړتیا هم نه‌لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د سولې خبرو اترو ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو پر بې‌ځایه او بې‌بنسټه غوښتنې دې باید د بطلان کرښه راوکاږل شي او طالبان دې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای اوربند ته اړ شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د طالبانو ټول واک له پاکستاني، روسي او ایراني چارواکو سره دی او د هغوی په اشارو کار کوي چې په وینا یې له دې لارې روسیه او متحدین‌یې له امریکا څخه خپل غچ اخلي.

هېواد همدارنګه لیکي، امریکا باید د افغانستان د یوې کوچنۍ برخې په توګه د طالبانو د ترورېستي ډلې پر ځای باید د هغوی له پاکستاني ملاتړو سره د سولې خبرو ته سازمان ورکړي او له دې لارې پاکستان دې ته اړ کړي چې سولې ته غاړه کېږدي.