ټرمپ له اوکراین څه غوښتي و؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولتون وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتل چې اوکراین دې د پخواني مرستیال ولسمشر او په راتلونکو ټاکنو کې د ده د احتمالي سیال جوبایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات وکړي څو ورسره په سلګونه میلیونه ډالره مرسته وکړي.

خو ټرمپ چې د استیضاح محاکمه‌یې په سنا کې روانه ده، نن په څو پرله‌پسې ټویټرونو کې ویلي چې هېڅکله‌یې هم دا خبره بولتون ته نه‌ده کړې.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون په هغه کتاب کې چې تر اوسه نه‌دی خپور شوی، ادعا کړې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتل چې اوکراین ته مرستې تر هغو وځنډوي چې د خپل سیال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په اړه‌یې تحقیقات نه‌وي کړي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولتون

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه پرون په یوه راپور کې وویل چې بولتون لیکلي چې ټرمپ ورته ویلي و چې غواړي په امنیتي برخه کې هغه په سلګونه میلیونه ډالره مرسته اوکراین ته تر هغو ورنه‌کړي چې د جوبایډن او د هغه د زوی هنټر په اړه‌یې ورسره تحقیقاتو کې مرسته نه‌وي کړي.

د ټرمپ د مدافع وکیلانو ټیم په کراتو کراتو ټینګار کړی چې ولسمشر هېڅکله هم له اوکراین سره مرسته په دغو تحقیقاتو پورې نه‌ده تړلې.

وروسته له هغې چې دغه راپور انلاین خپور شو، ډیموکراتانو بیا پر خپلې غوښتنې ټینګار وکړ چې بولتون دې په سنا کې د ټرمپ د استیضاح محاکمې ته د شاهد په توګه احضار شي.

ولسمشر ټرمپ له دوو تورونو سره مخامخ دی لومړی له قدرته ناوړه استفاده او دوهم د کانګرس پر وړاندې د خنډونو ایجادول.

سنا جرګه به چې له یکشنبې پرته په اوونۍ کې شپږ ورځې د ټرمپ د استیضاح د محاکمې بهیر مخ ته وړي، بیا دغه بهیر پیل کړي.

ټرمپ پرون په څو پرله‌پسې ټویټونو کې ویلي چې هېڅکله‌یې هم دا خبره چې له اوکراین سره مرسته د بایډنانو په ګډون ډیموکراتانو په اړه څېړنې پورې تړلې، جان بولتون ته نه‌ده کړې.

ټرمپ وایي، بولتون چې کله‌یې له دندې استعفا ورکوله په دې اړه په عام محضر کې هېڅکله هم شکایت نه‌و کړی، که هغه اوس دا خبره کوي یوازې د دې لپاره چې کتاب‌یې وپلورل شي.

ټرمپ یوه ورځ مخکې له دې چې بولتون په سپینه ماڼۍ کې دنده پرېږدي، د سپټمبر په ۱۱مه له اوکراین سره مرستو ته اجازه ورکړه او د کانګرس غړو ته‌یې ویلي و چې لېواله دی چې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

دا سره له دې چې د ولسمشر د امر له مخې د هغه همکاران له استازو جرګې سره په دې برخه کې له همکارۍ منع کړای شوي و.

په سنا کې د ټرمپ د استیضاح د محاکمې اصلي محور پر هغې ټیلیفوني مکالمې څرخي چې د ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال ولادیمیر زلسنکي ترمنځ د جولای په ۲۵مه ترسره شوې وه.

د دغې مکالمې له افشا شوي متن څخه ښکاري چې ولسمشر ټرمپ خپل اوکراینی سیال هڅولی چې د بایډن په اړه تحقیقات وکړي.

کله چې بایډن د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله د هغه زوی هنټر بایډن د اوکراین د انرژۍ د یوې کمپنۍ د اجرائیه بورډ غړی و.

په سنا کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر وویل، جان بولتون شواهد لري او دا په څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو پورې تړلې چې دا یقیني کړي چې جان بولتون، د سپینې ماڼۍ د پرسونل سرپرست رئیس میک ملواني او نور چې مستقیماً د ټرمپ له اقداماتو خبر دي، د شاهدانو په توګه د سنا محاکمې ته راوغواړي.

په دې جرګه کې چې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، ډیموکراتان د شاهدانو د وربللو په اړه رایې اخیستو کې د لږترلږه څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو مثبتې رایې ته اړتیا لري.

ډیموکراتانو په استازو جرګه کې چې اکثریت دي، ټرمپ له قدرته په ناوړه استفادې او د کانګرس پر وړاندې د خنډونو په ایجادولو رسماً تورن کړی او هغه‌یې استیضاح کړی و.

سنا جرګه چې سل غړي لري اوس د هغه د استیضاح محاکمه مخ ته وړي او په دې اړه چې ایا هغه مجرم وبولي او له قدرته‌یې لیرې کړي کنه، پرېکړه کوي.

د امریکا د سنا جرګه

ټرمپ ویلي چې هېڅ کوم غلط کار یې نه‌دی کړی او د استیضاح دغه بهیر یې د شرم وړ بللی دی.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر دی چې سنا یې محاکمه کوي.

مخکېنیو دوو ولسمشرانو ته چې دواړه ډیموکراتان وو، سنا برائت ورکړی و.