سمنګان کې خلک د روغتیايي مرکزونو له کموالي شکایت کوي

ارشیف

د افغانستان په شمالي سمنګان ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي او کموالي په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.

د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي او په ولایتي شورا کې د خلکو استازي وايي چې دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو شمېر د خلکو له اړتیاوو سره متناسب نه‌دی.

د سمنګان استوګن وايي چې لیرو پرتو سیمو کې خلک باید لسګونه کیلومتره لاره په پښو تګ وکړي ترڅو ځان یوه روغتیايي مرکز ته ورسوي.

د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکې بي بي کبرا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په سیمه کې کلینیک نه‌شته. امېندواره ښځې نه‌شي کولای چې د غرنیو هسکو او ټیټو لارو وهلو سره ځان د ولسوالۍ د مرکز روغتون ته ورسوي. ډېری وخت ناروغان په لارو کې مري. زموږ په ولسوالۍ کې هېڅ یو سمبال کلینیک نه‌شته."

د سمنګان د ولایتي شورا استازي وايي چې د دره صوف بالا او پایان ولسوالیو سربېره په فېروز نخچیر او روی دواب ولسوالیو کې هم خلک د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي او کموالي سره مخ دي.

د سمنګان ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري ازادي راډیو ته ووېل چې د ولایت په مرکز ایبک ښار کې هم خلک مجهزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د ایبک سل بستریزه روغتون هم ۴۰ کاله پخوا جوړ شوی چې د خلکو اړتیاو ته د ځواب ویلو ظرفیت نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "په ولسوالیو کې تر ډېره ښځې او ماشومان د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي زیان ویني. په مرکز ایبک کې هم خلک له ګن شمېر ستونزو سره مخ دي، او یوازې یو پخوانی روغتون شته چې د خلکو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای."

د ولایتي شورا استازي د دولت د بې‌پامۍ ترڅنګ نا امني او د ولسوالیو د لارو خرابوالی هغه اساسي ستونزې ګڼي چې خلک‌یې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ کړي دي.

د یادو ستونزو سره سره سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي چې سمنګان ولایت کې روغتیايي خدمتونه سراسري دي.

د سمنګان د عامې روغتیا مشر، خلیل مصدق ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۸ مالي کال په ترځ کې په درېیو ولسوالیو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه د دولت وسله‌والو له‌خوا بند شوي وو، خو دوی د سیمه‌ییزو ولسي مشرانو په منځګړیتوب بېرته دغه مرکزونه د خلکو پر مخ پرانیستي دي.

ده وویل چې په ټول سمنګان کې د ایبک ښار د سل بستریز رغتون په ګډون ۴۷ ثابت او سیار روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي.

مصدق زیاته کړه چې د استوګنې له ځایونو تر روغتیايي مرکزونو د دوه ساعته لارې فاصلې په پام کې نیولو سره د سمنګان ۹۰ سلنه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

هغه ووېل: "د ۲ ساعته پیاده تګ په پام کې نیولو سره، د سمنګان ۹۰ سلنه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي او په هغه سیمو کې چې کلینیک نه‌شته موږ هڅه کوو چې سیار کلینیکونه جوړ کړو."

د هېواد په شمال کې یوازې سمنګان نه‌دی چې د یو شمېر ولسوالیو خلک د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي او کموالي له امله په ستونزو کې دي، بلکې په سرپل، جوزجان او د شمال زون په مرکز بلخ ولایتونو کې هم خلک په ځینو ولسوالیو کې په موقع روغتیايي خدمتونو د نه‌لاسرسي له امله خپل ناروغان له لاسه ورکوي.