دفاع وزارت بلخ کې د ملکیانو وژنې په اړه د یوناما موندنې نه‌تأییدوي

بلخ کې سلګونه کسانو د ملکي وګړو د وژل کېدو په اعتراض لاریون وکړ

د افغانستان دفاع وزارت په بلخ ولایت کې په هوايي بمبار کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستۍ موندنې نه‌تاییدوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت، یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل: "لومړنۍ موندنې یې ښيي چې د بلخ ولایت په بوکه کلي کې د حکومت پلویو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې څلور ماشومان او دوه ښځې وژل شوې دي."

یوناما پر دې ملکي تلفاتو ژوره اندېښنه ښودلې، خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې لا هم نه‌دي بشپړې شوي.

هغه وویل: "که چېرې حقیقت موندونکی پلاوی ومومي چې په دې پېښه کې ولسي خلکو ته مرګه ژوبله اوښتې، هغه هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا، دا قضیه به په جدي او قانوني توګه تعقیب شي."

د بلخ ولسوالۍ د بوکه کلي یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې دغلته د شنبې په شپه یو هوايي برید کې ۶ تنه ملکیان چې ټول ښځې او ماشومان دي، وژل شوي.