ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ۷۳۰ میلیونه ډالرو مرستې هڅه کې دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر

ملګري ملتونه سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۷۳۰ میلیونه ډالرو ترلاسه کولو هڅه کوي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په مقایسه زیاتې دي.

دا خبره د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر کړې او ویلې یې دي چې په افغانستان کې له جګړو او وچکالیو سره هم‌مهاله بې‌وزلي زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا سږ کال څه کم نهه نیم میلیونه افغانان لومړنیو خوړو او سرپناه ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې تېر ۲۰۱۹ کال کې دا شمېر شپږ نیم میلیونه و او ملګرو ملتونو له حکومتونو او بسپنه ورکوونکو څخه ۶۰۰ میلیونه ډالر غوښتي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، په ۲۰۱۸ کال کې د وچکالۍ د اوږدمهالي اغېز سربېره د افغانستان کړکېچ لا هم د نړۍ تر ټولو مرګونی کړکېچ دی چې ورسره بې‌وزلي هم مله شوې او اړتیا زیاته شوې.

روېټرز خبري اژانس وايي، لَنزر اوتاوا، نیویارک او واشنګټن ته له سفرونو وروسته دا اوونۍ په بروکسل او لندن کې دی او هدف‌یې پر بسپنه ورکوونکو ټینګار دی چې د بېړني ملاتړ لپاره د مالي مرستو ژمنې وکړي.

دا له افغانستان سره په پراختیايي برخه کې له هغو میلیاردونو ډالرو مرستو جلا دي چې نړیوالې ټولنې یې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکټوبر کې په بروکسل کې په یو نړیوال کنفرانس کې ژمنه کړې وه.

د لنزر په وینا دا پراخیتايي مرستې هم په دې کال کې پای ته رسېږي او افغانستان په راتلونکو کلونو کې نورو میلیاردونو ډالرو پراختیايي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، ملګري ملتونه هیله لري چې د دې کال په وروستیو کې بسپنه ورکوونکي هېوادونه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي څو له ۲۰۲۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې مودې د مالي تمویل ژمنې ترلاسه کړي.