د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ټولو ښارونو کې لاریونونه کوي

د پېښور پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې د منظور پشتین پرخلاف په ډېره اسماعیل خان کې پولیسو سره شکایت ثبت شوی چې ګوندې نوموړي دغلته یوې غونډې ته د پاکستان د دولت پر ضد څرګندونې او د خلکو د پارولو هڅه کړې او دا یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین له نیول کېدو وروسته، د دې غورځنګ مشرانو په پاکستان او نوره نړۍ کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د پاکستان امنیتي ادارو له‌خوا د دې نیونې پر ضد نن سه شنبه د پاکستان په ټولو ښارونو او نوره نړۍ کې اعتراضي غونډې او لاریونونه وکړي.

د دې ډلې یوه مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن داوړ پرون دوشنبه په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته په خبرو کې پر منظور پشتین د پاکستان د پولیسو له‌خوا لګېدلي ټول تورونه بې‌بنسټه وبلل او د هغه د زر تر زره خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

ښاغلي داوړ خبریالانو ته وویل: "د منظور پشتین د نیولو پر خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ سبا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د اعتراضونو اعلان کوي. همدارنګه په نوره ټوله نړۍ کې هم هر چېرې چې زموږ ملاتړي موجود دي، هلته سبا موږ پر دې نیونه اعتراضي غونډې کوو. دا مهال موږ همدا پرېکړه وکړه. د وړاندې تګ نوره کړنلاره به سبا په خپل اعتراض کې اعلان کړو."

محسن داوړ د "پي ټي اېم" له ملاتړو وغوښتل چې په اعتراضونو کې دې سوله‌ییز واوسي.

محسن داوړ د پي ټي اېم له ملاتړو وغوښتل چې د پاکستان په ټولو ښارونو او نورو هېوادونو کې لاریون وکړي.

د پېښور پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې د منظور پشتین پرخلاف په ډېره اسماعیل خان کې پولیسو سره شکایت ثبت شوی چې ګوندې نوموړي دغلته یوې غونډې ته د پاکستان د دولت پر ضد څرګندونې او د خلکو د پارولو هڅه کړې او دا یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

خو ښاغلي داوړ پر خپل ټویټر لیکلي چې د دې غورځنګ مشر ته په سوله‌ییزه او ولسواکه توګه د خپلو حقونو د غوښتلو له کبله سزا ورکول کېږي او هڅه کېږي چې هغه له خپلو سوله‌ییزو فعالیتونه منع شي.

په اسلام‌اباد کې دې خبري غونډې ته بل سیاستوال افراسیاب خټک وویل چې پاکستان پښتانه په دې ګناه ځوروي چې خپل حقونه غواړي.

په پاکستان کې د نورو ګوندونو یو شمېر سیاسي مشرانو هم د منظور پشتین نیول غندلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې منظور پشتین دې له قید او شرط پرته زر تر زره خوشې کړي. دې سازمان په یو بیان کې ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بې‌موجبه نیول شوی دی.

دوشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین هغه عکسونه لاس په لاس کېدل چې د پاکستاني پولیسو په توقیف کې دی او لاسونه‌یې په زولنو تړلي دي.

د افغان سیاستوالو غبرګونونه

په ګاونډي افغانستان کې هم د منظور پشتین پر نیول کېدو هم سیاستوالو او هم عامو افغانانو پراخ عکس‌العملونه ښودلي.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټویټر ویلي چې منظور پشتین او د هغه د همکارانو نیونې خواشینی کړی او د هغوی د سمدستي خوشې کېدو هیله‌یې کړې.

د افغانستان ولسمشر په دې برخه کې د بخښنې نړیوال سازمان بیان ته په اشارې په ترهګرۍ ځپلې سیمه کې د حکومتونو له‌خوا د سوله‌ییزو مدني خوځښتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ښاغلي غني تر دې بیان وروسته د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين په اړه د افغانستان د ولسمشر بيان اندېښمن کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دا خبرې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او د دواړو هېوادونو د اړيکو ښو ساتلو سره مرسته نه‌کوي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یو بیان کې د منظور پشتین نیونه غندلې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې او ویلې یې دي: "په داسې حال کې چې زموږ سيمه د افراطيت او ترورېزم له درده ځورېږي، د داسې سياسي مشرانو او فعالانو ځورول او بنديانول چې د خپلو نظرياتو د بيان او حقوقو د غوښتلو لپاره د عدم تشدد، سوله‌ییزې او مدني لارې غوره کوي په لوی لاس نويو کړکېچونو او ستونزو ته لار اوارول ګڼل کېداي شي."

د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپل ټویټر لیکلي: "ما یو ارام او مسک منظور پشتین د وارخطا پاکستاني پولیسو په توقیف کې ولید."

ښاغلي صالح زیاته کړې : "تصویر د تاریخ کیسه کوي. د پاکستان د پوځ مشرتابه د ۱۹۷۱ کال سکریپټ تکراروي." امرالله صالح ویلي دوی د "پي ټي اېم" او د دوی د سوله‌ییزې مبارزې اخلاقي ملاتړ کوي او د منظور پشتین د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په یو بیان کې د منظور پشتین او د ده د ملګرو نیول او ځورونه د ولسي مبارزې خلاف عمل بللی او د هغه د زر خوشې کېدو هیله‌یې کړې.

ښاغلي اتمر ویلي: "د ترهګرۍ او انسان وژنې خلاف غږ باید چپ او زنداني نه‌شي، بلکې ملاتړ يې وشي او د لا قوي فعالیت لپاره ورته زمینه برابره شي."