د امریکا ولسمشر او پخواني ملي امنیت سلاکار ترمنځ نوې لانجه

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د هغه د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولتون.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون ادعا کړې چې ډونالد ټرمپ اوکراین ته د خپل سیاسي سیال په اړه د څېړنو نه‌کولو په غبرګون کې د مرستو د کنګلېدو ویلي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ښاغلي بولتون دغه تور په خپل هغه کتاب کې لیکلی چې لا چاپ شوی نه‌دی.

په دې کتاب کې ښاغلي بولتون ادعا کړې چې ډونالد ټرمپ ورته ویلي، له اوکراین سره هغه سلګونه میلیونه ډالره امنیتي مرسته به وځنډوي تر هغو چې څېړنو کې ورسره مرسته ونه‌کړي.

په دې څېړنو کې د ټرمپ د پخواني مرستیال جوبایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات هم شامل و.

د ښاغلي ټرمپ حقوقي ټیم له دې وړاندې په وار وار ټینګار کړی چې ټرمپ هېڅکله د اوکراین مرستې په څېړنو پورې نه‌دي تړلي.