خلیل‌زاد له ارګ سره د سولې اړوند وروستي معلومات شریکوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.

یو جګپوړی امریکایي چارواکی وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پرمختګ په صورت کې به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له افغان حکومت سره د معلوماتو د شریکولو لپاره کابل ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر پرون له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې په دې اړه خبرې کړي.

ارګ په یوه بیان کې وايي، په دې کتنه کې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسون هم حاضر و.

بیان زیاتوي چې ولسمشر غني له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې په ټول هېواد کې د اوربند د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ.

طالبانو د اوربند لپاره د حکومت پرله‌پسې غوښتنې رد کړې دي او یوازې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چمتووالي خبره‌یې کړې ده.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې له څو ورځو راهیسې روانې دي.