ناکامورا د هند په 'پدماشري' مډال وستایل شو

تتسو ناکامورا د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسیمبر په څلورمه وروسته له هغه چې په جلال‌اباد ښار کې پرې ډزې وشوې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

هند د افغانستان یوه خدمتګار ډاکتر تتسو ناکامورا ته پدماشري مډال ورکړی.

پدماشري د هند د عالي ملکي مډالونو له ډلې دی چې ډاکتر تتسو ناکامورا ته د هغه د ټولنیزو خدمتونو د درنښت په سبب ډالۍ شوی.

د هند د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پدما اوارډونو د ۱۴۱ ګټونکو نومونه اعلان کړي چې په هندیانو سربېره د ۱۸ بهرنیو ګټونکو په کتار کې د ډاکتر تتسو ناکامورا نوم هم راغلی.

تتسو ناکامورا درې لسیزې د افغانستان لپاره په تېره بیا په ختیځو سیمو کې خلکو ته د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخو کې خدمت وکړ.

ده د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسیمبر په څلورمه وروسته له هغه چې په جلال‌اباد ښار کې پرې ډزې وشوې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

له ده سره څو افغان ساتونکي او موټرچلوونکی هم وژل شوي وو.

هند هر کال د "ویبوشان، بوشان او پدماشري" په نوم عالي ملکي مډالونه د جنورۍ په ۲۶مه د دغه هېواد د جمهوریت د ورځې په مناسبت د ښوونې، روغتیا، ټولنیزو کارونو، هنر او موسیقۍ زیارکښو او فعالانو ته ورکوي.

د ۱۹۵۰ میلادي کال د جنورۍ له ۲۶مې هند خپل اساسي قانون پلی کړ او هر کال په همدې مناسبت د جمهوریت ورځ لمانځي او زیارکښ او فعالان ستايي.