قطر کې د سولې مذاکرات او د افغانستان بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات

کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکون هیلیکوپټره د هوايي برید پرمهال.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دوه ورځنیو عملیاتو په پایله کې ۵۱ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او دا رقم مخ په لوړېدو دی.

دغه وزارت وايي د ژمي په موسم کې د افغان پوځيانو له‌خوا تازه پيل شوي عملیات په چټکۍ روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیانو په شاوخوا ۱۰ ولایتونو کې ځمکني او هوايي عملیات پيل کړي او په دوو ورځو کې یې ۵۱ وسله‌وال مخالفین وژلي.

افغان ځواکونه د نظامي عملیاتو پر مهال. Jan. 1/27/2020

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو په ۱۰ ولایتونو کې د ترهګرو په اهدافو ټول‌ټال ۱۳ تصفیوي او تهاجمي عملیات او ۱۲ هوايي بریدونه وکړل، ۵۱ ترهګر وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي او همداراز پنځه تنه‌یې ژوندي نیول شوي دي، دا عملیات په بادغیس، بلخ، هلمند، کندز، نیمروز، ننګرهار، کندهار، فراه او غزني کې ترسره شوي دي."

افغان پوځیانو داسې وخت د وسله‌والو طالبانو پر ضد عملیات زیات کړي چې له طالبانو سره د امریکا له اوږدو خبرو لا هم کومه نتیجه نه‌ده راوتلې.

وروستی وار د جنورۍ په ۲۰مه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د طالبانو له مرکچي پلاوي سره چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې وکتل.

په قطر کې طالب او امریکايي مرکچي پلاوي د مذاکراتو ګډ انځور. March 12, 2019

د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې سکاټ مېلر د همدې لیدنې د جزئیاتو لپاره شنبه له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل او ویې‌ویل د امریکا او طالبانو خبرې روانې دي او کله‌یې چې پرمختګ وکړ ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به خپله کابل ته سفر وکړي او افغان حکومت به خبر کړي.

د راپورونو په اساس امریکا او طالبان د یوه لنډمهالي اوربند او د تاوتریخوالي د کمښت په تړون بحث کوي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان بیا وايي چې د سولې پروسه په افغان حکومت پورې اړه لري او افغان پوځ به تر هغو د وسله‌والو مخالفینو پر ضد عملیات کوي چې خپلې وسلې يې پر ځمکه نه‌وي ايښي.

طالبان هم ادعا کوي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د افغان پوځیانو پر ضد بریدونه زیات کړي.

د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د شنبې په شپه‌یې په کندز کې د افغان پوځیانو په پوستې په برید سره ۱۰ افغان عسکر وژلي دي.

طالبانو په یوه بله اعلامیه کې ادعا کړې چې په بلخ ولایت کې یې د افغان پوځیانو په یوه کاروان په برید سره اته عسکر وژلي.

پوښتنه دلته ده چې که له یوې خوا له طالبانو سره د سولې لپاره هڅې روانې دي له بلې خوا د پوځي عملیاتو پراختیا په څه هدف ده؟

د پوځي چارو افغان پوه جنرال عتیق‌الله امرخېل د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "اوربند خو نه‌دی شوی، جګړه روانه ده که د سولې خبرې کېږي جګړه خو روانه ده، طالبان هم اوربند نه‌مني، په دې خاطر چې له یوې خوا په طالبانو یو فشار وي چې دوی له افغان حکومت سره خبرې وکړي او اوربند ومني، نو ضرورت و چې دا فشارونه زیات شي."

افغان پوځي کارپوه جنرال عتیق‌الله امرخېل

ښاغلي امرخېل د افغان پوځیانو د یرغليزو وړتیاوو لوړېدل د طالبانو په وړاندې د دوی د برلاسۍ یو لامل بولي.

دی بیا په عملیاتو کې له هوايي ځواکه په زیاتې استفادې نیوکه هم کوي او وايي چې که ملکیانو ته له دې عملیاتو مرګ‌ژوبله اوړي دا به له حکومت سره د خلکو واټن ډېر او بالاخره تر ګټې به‌یې تاوان زیات وي.