د کندز د زعفران په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د کندز د زعفرانو حاصلات

د کندز ولایت بزګران په دغه ولایت کې د زعفرانو له حاصلاتو خوښي څرګندوی او دغه راز دغه نبات یو ښه اقتصادی سرچينه بولي.

د کندز کروندګر وايي، چې د تېرکال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دوی خوښ دي او وايي، زعفران د بزګرانو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول لوبولای شي.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یوتن بزګر الله بیردي په دې اړه وویل: "له یوکال راهیسې ما د زعفرانو کښت ته مخه کړي ده او په روان کال کې مې له نیم جریب ځمکې څخه څه باندې ۱۸۰ کلیوګرامه خالص زعفران ترلاسه کړل، په ټوله کې موږ د زعفرانو له حاصلاتو راضي یو."

د دوی په وینا، چې په نیم جریب ځمکه کې ۲۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز کرل کېږې او که روزنې ته یې سمه رسېدنه وشي ورڅخه څه باندې دوه لکه افغانۍ ترلاسه کوی.

له دې سره سم د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، تېرکال په دغه ولایت کې په ۱۰ هيکـاره ځمکې کې زعفران کرل شوي وو چې ورڅخه څه باندې ۱۵ کیلوګرامه حاصل تر لاسه شو خو د دوی په خبره سږکال په ۲۰ هيکـاره ځمکه کې زعفران کرل شوي او ورڅخه څه باندې ۷۰ کیلوګرامه حاصل ترلاسه شوی دی.

د نوموړې ادارې رئیس عبدالهادې قرلق په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ د صنعت او سوداګرۍ او د پانګونې او سوداګرۍ خونو ادارو په همغږې سره د ټولو زراعتې محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې خپلې هڅې پیل کړي او هڅې کوو چې خپلو کرنیزو محصولاتو ته د هېواد دننه او بهره ښه مارکیټ پیدا کړوو."

د کندز د کرنې ریاست چارواکي، زعفران د دغه ولایت د کروندوګرو لپاره یو ښه اقتصادې سرچينه بولي او زیاتوي چې اوس مهال د دې ولایت په مرکز او دغه راز په امام صاحب، قلعۀزال، علي آباد، خان آباد، دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو کې زعفران کرل کېږې او بزګران هم د دغه نبات له حاصلاتو څخه خوښي څرګندوي.