خلک: ارزګان کې وسله وال طالبان د ملکي خلکو ځمکې غصبوي

وسله وال طالبان دغه کار په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې کوي.

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله وال طالبان د ملکي خلکو ځمکې غصبوي.

دوی ادعا کوي، چې یادې ځمکې د وسله والو طالبانو مشران غصبوي او ورسته يې د خپلو هغه ملګرو پر کورنیو ویشي کوم چې افغان سرتېرو سره د جنګ پرمهال وژل شوي اویا هم ټپيان شوي وي.

د خلکو د ادعاوو پر بنسټ، وسله وال طالبان دغه کار په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې کوي.

له ارزګانه د ازادي راډیو خبریال په دې اړه نور جزئیات وړاندې کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور