د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر وژل شوی

برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي.

نامعلومو وسله والو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر نن (شنبه) سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې وواژه.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي.

هغه زیاتوي: "نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و."

تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.