"هلمند کې د ویشتل شوې هیلیکوپټر پیلوټ اوکراینی و"

اوکراین وايي، د هغه هیليکوپټر چې پرون د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې پرې راکټي برید وشو، پیلوټ اوکراینی و.

د اوکراین رسنیو نن یکشنبې وویل، د مولداویا پر ایم ای – ۸ څرخي هیليکوپټر په داسې وخت کې راکټ وویشتل شو چې هغه پر مځکه ناسته وه او درې تنه عمله پکې سپره وه.

د راپور له مخې، په دې پېښه کې د هیليکوپټر اوکرایني پیلوټ ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو د هغه مولداویايي مرستیال پیلوټ او میخانیک انجینیر برسېرن ژوبل شول.