اوکراینۍ موسسې امریکايي چارواکو سره د کتنې لپاره د ټرمپ پخوانی سلاکار ګمارلی

د امریکا د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین پخوانی سلاکار مایکل کپوټو  

په اوکراین کې د ډیموکراسي او پراختیا په نوم موسسې، د امریکا د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین پخوانی سلاکار مایکل کپوټو استخدام کړی څو هغه په واشنګټن کې له لوړ رتبه چارواکو سره د لیدنو کتنو زمینه ورته برابره کړي.

د اوکراین په پلازمېنه کيف کې د دې غیرحکومتي موسسې څو غړي چې واشنګټن ته تللي، غواړي د مارچ له دوهمې تر پینځمې نېټې د امریکا د کانګرس له مهمو غړو او د ټرمپ د ادارې له لوړ رتبه چارواکو سره په اوکراین کې پر مدني پرمختګونو او د امریکا او اوکراین د اړیکو پر اینده د خبرو لپاره وګوري.

مایکل کپوټو له پېژندل شوو جمهوري غوښتونکو پالیسي جوړونکو دی او په نیویارک کې د زپلاین کمیونیکېشنس په نوم د ارتباطاتو او معلوماتو یوه اداره لري.

مایکل کپوټو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکار و. هغه مخکې په روسیه او اوکراین کې د سیاسي مشاور په توګه کار هم کړی دی.

دا موافقه د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په امریکا کې د بهرنیو اجنټانو د ثبت قانون پر اساس، د امریکا په عدلیې وزارت کې ثبت او درې ورځې وروسته خپره شوه.