د ټرمپ مدافع وکیلانو د هغه دفاعیه د کانګرس سنا جرګه ته وړاندې کړه

د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سپلوني پرون د استیضاح غونډې ته په وینا کې وویل، د ډیموکراتان هڅه کوي چې د امریکا د جمهوري ریاست د وروستیو ټاکنو پایلې باطلې او ټرمپ له قدرته لیرې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مدافع وکیلانو پرون د جنورۍ په ۲۵مه، د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره برابره کړې دفاعیه په سنا جرګه کې د ټرمپ د استیضاح غونډې ته وړاندې کړه.

سنا جرګه د ټرمپ داسیتضاح په غونډه کې پر دې چې ولسمشر په قدرت کې پاتې شي یا استعفی وکړي، خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سپلوني پرون د استیضاح غونډې ته په وینا کې وویل، د ډیموکراتان هڅه کوي چې د امریکا د جمهوري ریاست د وروستیو ټاکنو پایلې باطلې او ټرمپ له قدرته لیرې کړي.

ډیموکراتانو چې د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې اکثریت لري، پر ټرمپ تور پورې کړی چې سپینې ماڼۍ ته د اوکراین د جمهور رئيس له بلنې او له اوکراین سره د امریکا له پوځي مرستو یې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی او هغه یې مجبور کړی چې په را روانو ټاکنو کې د هغه د احتمالي رقیب، جو بایدن د زوي د کار په اړه تحقیق وکړي.