کابل کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو کس ووژل شو

ارشیف

په کابل کې پرون د جنورۍ په ۲۵مه، په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۴ تنه زخمیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون ماخوستن پر ټوېټر ولیکل چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د رحیمي په وینا، دا تلفات د پولیسو په یوه رنجر موټر د مقناطیسي میان د چاودنې له امله پېښ شوي دي.

د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي.