د اوبو مدیریت او چاپیریال ساتنې برخه کې د څېړنې مرکز جوړ شو

آرشیف، دریای کوچه

د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت وايي، د اوبو د منابعو د مدیریت او چاپیریال ساتنې یو ځانګړي مرکز یې جوړ کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد حنیف فرزان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه مرکز به د هېواد د اوبو علمي مدیریت ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: "دلوړو زده کړو وزارت هڅه وکړه، یو مرکز جوړکړي چې پر مټ یې داسې علمي څیړنې وشي چې د هېواد د اوبو د منابعو په برخه کې یوه واضح، ځانګړې او ملموسه تګلاره موجوده ووسي."

ښاغلي فرزان وویل، د دغه مرکز څیړنې به د هېواد د منابعو اړوندو ادارو ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د اوبو دمنابعو مدیریت، د دغه هېواد عمده اقتصادي او سیاسي مسایل ګڼل کېږي.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو بهېدو، دغې موضوع ته نړیواله بڼه ورکړې ده.

د افغانستان داوبو او برښنا وزارت وايي، افغانستان د ځمکې په سر شاوخوا پنځوس میلیارده متره مکعبه اوبه لري چې یوازې له ۲۲ میلیاردو مترومکعبو اوبو نه یې په هېواد کې دننه استفاده کېږي او نورې یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

ددغه وزارت د اوبو د تنظیمولو د ادارې رییس احمد ویس بصیري وايي، دوی هم په دې برخه کې یو لړپروګرامونه په پام کې لري: "درې مهم لنډه مهاله پروګرامونه ترتیب شوي او عملاء پرې کارکوو، په لنډه موده کې زموږ تمرکز د اوبو د توېیدو پر حوزو دي، دوهم بحث تحکیمات او دریم پروګرام مو کانالونه دي چې په ولایتونو کې یې پرجوړولو کار روان دی،په اوږده مهال کې د بندونو په ګډون د تاسیساتو د جوړولو پروګرامونه په پام کې لرو چې اوبه مدیریت کړوو."

ښاغلي بصیر وویل، اوس د کمال خان، کجکي، مچلغو او د للندر په زیرمو کارروان دی او له شمال نه کابل ته د اوبو د لېږد ارزونه بشپړه شوې ده.

د اقتصادي چارو پوه سیف الدین سیحون وايي، افغانستان کافي اوبه نه لري، له همدې امله په دې برخه کې باید څیړنو او علمي مشورو ته اهمیت ورکړل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ډیرځله پر دغې موضوع ټینګار کړی چې که د هېواد د اوبو منابعې په سمه ډول مدیریت شي، په راتلونکو شلو کلونو کې به په هېواد کې د پام وړ اقتصادي بدلونونه رامنځته شي.