ارزګان کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، دغلته په یوه نښته کې ۵ کسه وسله وال طالبان او یو پولیس وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن ازادي راډیو ته وویل چې نښته تیره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې وسله والو طالبانو د چارچینو په ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "په دې نښته کې 8 وسله وال طالبان ټپیان شوي او 5 وسله وال وژل شوي دي، د ملي پولیسو یو سرتیری هم شهید شوی دی."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دا په تېر څو ورځو کې دویم ځل دی چې طالبان د چارچینو په ولسوالۍ کې پر دې امنیتي پوستې برید کوي.

دوه ورځې مخکې پر همدې پوسته د وسله والو برید کې ۴ پولیس وژل شوي دي.