چارواکي: د هلمند په کجکي کې هیلیکوپټر​ رالویدلې

ارشیف

راپورونه وايي چې دهلمند په کجکي کې یوه هیلیکوپټر​ رالویدلې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته پېښه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

ښاغلي ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دې سپینې مک هیلیکوپټر په کجکي کې میشتو افغان سرتیرو ته اکمالات رسول.

د کجکي ولسوال ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې هیلیکوپټر نن غرمه مهال په توغندي ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.

دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي وویل چې په پېښه کې دوه پیلوټانو ته چې بهرني اتباع وو ، زیان نه دی اوښتی خو د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

بل پلو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي نن غرمه ١٢:٠٠ بجې، یوې MI-17 نظامي هیلیکوپټرې د تخنیکي عوارضو له امله بېړنۍ ناسته کړې او هېچاته په کې زیان نه دی اوښتی.

سرچینه وايي، ملي دفاع وزارت د هیلیکوپټرې بیړنۍ ناستې په اړه څیړنه کوي.

وسله والو طالبانو یا بلې کومې ډلې تر اوسه ددې هیلیکوپټر د نسکورولو په اړه څه نه دي ویلي.

د کجکي تنګی چي د برېښنا د توليد لويه فابريکه او د اوبو بند په کې دي د کلونو راهېسې د طالبانو له خوا محاصره دی او حکومت دغلته میشتو سرتېرو او ورسره کورنیو ته د هوا له لارې اکمالات کوي.