چین کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره ۱۳ ښارونه قرنطین شول

په چین کې تر پرونه له دې امله ۲۶ کسان مړه شوي دي.

په چین کې چارواکو د کرونا په نوم د وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۱۳ ښارونه قرنطین کړي چې په ټوله کې ۴۱ میلیونه انسانان په کې استوګن دي.

په چین کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، ۸۳۰ وګڼل شو.

د رپوټونو پر اساس، ۱۷۷ کسان په سخت حالت کې دي. تر ۱۰۰۰ زیات وګړي تر دې شک لاندې دي چې په دې وېروس به اخته وي.

په چین کې تر پرونه له دې امله ۲۶ کسان مړه شوي دي.

دا وژونکی ویروس اروپا ته هم د خپرېدو په حال کې ګڼل کېږي او په فرانسه کې یې دوه مثبتې پېښې لیدل شوې دي.

دچین په پلازمېنه پېکنګ کې چارواکو د نوي چینايي کال دپېل لپاره ټول تفریحي پروګرامونه لغو کړي دي.

د کورونا ویروس لومړۍ پېښه د چین د هوبای ولایت په مرکز ووهان ښار کې ثبت شوې وه.

د چین د رسنیوپه حواله، په ووهان کې چې یولس ملیونه وګړي لري، روغتونونه د ناروغانولپاره کافي چپرکټونه نه لري.

چینايي چارواکو پرېکړه کړې چې په لسو ورځوکې به یو ځانګړی روغتون یوازې په کرونا داخته انسانانو لپار جوړوي.