خوست کې د ماشومانو د زده کړو په هدف قومي تړون

په دې ناسته کې قومي مخورو وویل، د دې سیمې د وروسته پاتې والي او ستونزو یوازینۍ لامل دادی، چې دوی له زده کړو لرې پاتې شوې دي.

د خوست د شمل-دوه منده ولسوالۍ اوسیدونکو قومي پرېکړه وکړه، چې نوي ښوونیز کال کې به خپل ټول ماشومان او تنکي زلمیان ښوونځیو کې شاملوي.

په پرېکړه کې راغلي، که چا له دې تړونه سرغړونه وکړه، نو قوم به ورسره ټولې اړیکې پرې کوي او سل زره افغانۍ به ناغه ورڅخه اخلي.

په دې ناسته کې قومي مخورو وویل، د دې سیمې د وروسته پاتې والي او ستونزو یوازینۍ لامل دادی، چې دوی له زده کړو لرې پاتې شوې دي.

په دې قومي پرېکړه کې د دې ولسوالۍ ټول خلک مکلف شوي، چې خپل له پنځو تر شلو کلونو پورې ماشومان او تنکي زلمیان به دوه میاشتې وروسته د نوي ښوونیز کال په پیلیدو ښوونځیو او یا ددیني زده کړو په مرکزونو کې شاملوي.

یاده ناسته کې ګڼو قومي مخورو، ځايي مسوولینو، علماوو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د ځوانانو د سمون ټولنې مشر احمدالله افتاب د لیکلي تړون یوه برخه مشال راډیو ته ولوسته: "د شمل-دوه منده ولسوالۍ قومي مشران، ځوانان او علماء کرام د سمون ټولنې د فعالانو د هڅو په پایله کې پi دې وتوانیدل چې د خپلو ماشومانو د ژوند د ښه کېدو په خاطر د زده کړو لپاره دا پرېکړه لیک رامنځته کړي، ټولې کورنۍ په دې مکلفې دي، چې خپل هغه ماشومان چې د مدرسو او ښوونځیو د شمولیت عمر يې پوره کړی وي په راتلونکې نوي ښوونیز کال کې به يې ښوونځيو کې شاملوي او د نه تطبیق په صورت کې سرغړونکي به د قوم د ښو او بدو وتلي او سل زره افغانۍ ناغه به هم ورڅخه اخیستل کېږي."

د خوست ځینو قومونو پخوا هم په ټولنیزو مسایلو کې ځینې تړونونه کړي، چې په پوره ډول نه دي عملي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال کې د خوست د موسی خېلو منګل میشتې ولسوالۍ قومي مخورو، سپین ږیرو او مدني فعالانو هم پرېکړه کړې وه، چې د ښوونځي د عمر برابر نجونې او ماشومانې به ښوونځیو کې شاملوي او که کوم کور یاده پرېکړه ونه منله، کورنۍ به يې پنځه زره افغانۍ ناغه کیږي.