د امريکا د متحدو ايالتونو دفاع وزارت د افغانستان د امنيت او ثبات د پياوړتيا په اړه خپل شپږ مياشتنى راپور پرون د امريکا کانګرس ته وسپاره.
په دغه راپور کې د جون مياشتې له لومړۍ د نوامبر تر ٣٠مې پورې په افغانستان کې شويو پېښو او تحولاتو ته کتنه شوې ده.
دغه راپور د ٢٠١٥ میلادي مالي کال د ملي دفاع د جواز د قانون د غوښتنو او په هغه کې د راغلو وروستيو تعديلاتو پر اساس کانګرس ته سپارل شوى دى.
د امريکا د دفاع وزارت د پرونۍ اعلاميې په حواله، په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ستراتيژۍ اساسي هدف د روانې جګړې د ختمېدو لپاره پر دوامداره سياسي جوړجاړي سلا کېدل دي.
داسې جوړجاړى چې په مرسته يې د امريکا خاوره له تروريستي بريدونو خوندي شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د سياسي روغې جوړې په مذاکرو کې د امريکايي هيئت مشري کوي.
د دواړو لوريو ترمنځ په قطر کې د سولې يوولسم پړاو خبرې روانې دي.