لوګر کې پولیسو ٢٩ کړۍ ماینونه کشف کړي

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند وايي د دغو ماينونو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د لوګر امنیتي چارواکي وايي ٢٩ کړۍ ماینونه يې کشف کړي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وایي، دغه ماینونه د ملي امنیت او د پولیسو په ګدو عملیاتو کې کشف شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د پوليسو ځانګړو ځواکونو او د ملي امنيت سرتېرو پرون د مرکز اړوند په بابوس کلي کې د ګډو عملياتو پر مهال ٢٩ کړۍ د پرسونل ضد ماينونه کشف او ترلاسه کړل."

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند وايي د دغو ماينونو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د ماينونو په چاودنو کې اکثر وخت ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.