امریکا د انرژۍ په ۴ شرکتونو اقتصادي بندیزونه لګولي

ارشیف

د امریکا متحده ایالتونو د انرژۍ په څلور هغو شرکتونو اقتصادي بندیزونه لګولي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک سره د تېلو په صادراتو کې په مرسته تورن دي.

دا بندیزونه چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول، له هغې درې اونۍ وروسته دي چې امریکايي ځواکونو د ایران د قدس ځواک قومندان جنرال قاسم سلیماني د بغداد هوايي ډګر ته نژدې په یو هوايي ګوزار کې وواژه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ دې نویو بندیزونو ته په اشارې په یو بیان کې وویل” نن د امریکا متحده ایالتونه نوي اقدامات کوي چې د هغه تر ټولو زیات اقتصادي فشار د کمپاین برخه ده چې د بې ثباتۍ د فعالیتونو د تمویل لپاره د ایران د رژیم د عوایدو د ټولو سرچینو مخه نیسي.“

د امریکا د خزانې وزارت وايي، هغه شرکتونه چې بندیزونه پرې لګیدلي، دوه یې په هانګ کانګ، یو یې په شانګهای او بل یې هم په دوبۍ کې دی.

دا وزارت وايي، دوی په شریکه د ایران د تیلو د ملي کمپنۍ څخه د ” سَوونه میلیونو ډالرو په ارزښت“ صادرات کړي، هغه څه چې د ایران له قدس ځواک سره یې مرسته کړې.

دا ځواک امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړی.