چارواکي: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي

ارشیف

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل چې د ګډو ځواکونو د جګړه ییزو، تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پرون پنجشنبې پیل شو چې په ترڅ کې یې پنځه ماینونه کشف او شنډ شول.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې دا عملیات به له مخالفینو د دې سیمې د بشپړې تصفیې تر وخته دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: "د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري دوهمه برخه عملیات پیل شول، دا عملیات به له مخالفینو څخه د شېرزادو ولسوالۍ له پوره تصفیې وروسته پای ته ورسېږي."

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې د دې عملیاتو په لومړي پړاو کې د شېرزادو ولسوالۍ لویه لاره امن شوه او د لارې په اوږدو کې څو پوستې او بېزونه هم جوړ شول.

د ننګرهار د والي ویاند همداراز یادونه وکړه چې د شېرزادو ولسوالۍ د سیمه ایزې اردو د کنډک د روزنې چارې به هم په نژدې راتلونکي کې بشپړې شي.