نن د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله له کاناډا سره لوبه کوي

د افغانستان د نولس ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لړۍ کې نن د کاناډا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي.

افغانستان د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د خپل ګروپ د جدول سر ته راغی.

په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله په داسې حال کې چې شپږ غړي یې سوځېدلي وو، سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۵ منډې یې کړې وې.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه چې د نړیوال جام د کوربه جنوبي افریقا د لوبډلې پر وړاندې وه هم په لوی توپیر وګټله.