له تاجکستانه د خبریالانو پر وړاندې د محدویتونو د لرې کولو غوښتنه شوې

د رسنیو په چارو کې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان استازي هارلم دیسیر.

د رسنیو په چارو کې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان استازي هارلم دیسیر د تاجکستان پر حکومت غږ کړی چې د ازادې اروپا، آزادۍ راډیو د خبریالانو ټول ټیم ته د کار جوازونه ورکړي.

نوموړي پرون پنجشنبې پر ټویټر په یوه بیان کې دا غوښتنه وکړه او ویې چې خبریالانو ته باید له محدودیتونو پرته د آزاد کار اجازه ورکړل شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د آزادۍ راډیو ۱۸ خبریالانو او کارکوونکو ته د یوکلن جواز له ورکولو ډډه کړې.

د بهرنیوچارو وزارت د تېرکال له نوامبر میاشتې راهیسې د آزادۍ راډیو ۱۱ خبریالانو ته د فعالیت داسې جوازونه ورکړي چې د اعتبار موده یې له یو کال لږه ده خو نورو اوو خبریالانو ته یې نه دي ورکړي.

د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو مشر جیمي فلای د سه شنبې په ورځ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ته په یوه لیک کې وویل، حکومت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ او د دې راډیو تاجکي څانګې ته یې اجازه ورنه کړه چې له خنډ پرته کار وکړي.

د امریکا د کانګرس غړو هم د تاجکستان پر دې کار انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا ستونزه ښايي له تاجکستان سره د امریکا د متحدایالاتو پر اړیکو ناوړه اغیز وکړي.