د بلخ او کابل هوايي ډګرونو کې شپږ قاچاق وړونکي نیول شوي

ارشیف

شپږ کسان هغه مهال ونیول شول چې د هوايي ډګرونو له لارې یې له افغانستان څخه دباندې نشه يي مواد قاچاق کول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، دې شپږو کسانو غوښتل چې د کابل او بلخ هوايي ډګرونو له لارې اووه کیلوګرامه نشه يي مواد هندوستان ته قاچاق کړي.

دې خلکو په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې نشه يي مواد پټ کړي وو.