'د ټرمپ د محاکمې بهیر په امریکا کې ۱۱ میلیونه کسانو لیدلی'

دغه شمېره چې پرون د نېلسن د درجه‌بندۍ مؤسسې خپره کړه له هغې کمه ده چې په تېره نومبر میاشت کې په استازو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح د پیلولو په لومړۍ ورځ خلکو لیدلې وه.

د امریکا په سنا جرګه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې ورځې د استیضاح د محاکمې پیل په متحده ایالاتو کې شااوخوا ۱۱ میلیونه کسانو لیدلی دی.

دغه شمېره چې پرون د نېلسن د درجه‌بندۍ مؤسسې خپره کړه له هغې کمه ده چې په تېره نومبر میاشت کې په استازو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح د پیلولو په لومړۍ ورځ خلکو لیدلې وه.

هغه مهال اټکل شوی و چې ۱۳،۸ میلیونه کسانو د ټرمپ د استیضاح د پیل جریان له ټلوېزیونونو کتلی و.

دغه سروې په سنا کې د محاکمې د پیل له لومړۍ ورځې په ژوندۍ بڼه د شپږو ټلوېزیوني چینلونو د څلورنیم ساعته خپرونو د جریان پر اساس برابره شوې ده.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر دی چې په سنا کې استیضاح کېږي.

لومړنی ولسمشر اندریو جانسون و چې په ۱۸۶۸ کال کې په سنا کې استیضاح شو. دوهم هم بېل کلېنټن و چې په ۱۹۹۸ کې استیضاح شو، خو دواړو ته په سنا کې برائت ورکړل شو.

ولسمشر ټرمپ ویلي کوم غلط کار یې نه‌دی کړی او دغه بهیر یې د شرم وړ بللی. دې ته په پام سره چې جمهوري غوښتونکي په سنا کې اکثریت دي، دا تقریباً یقیني ده چې هغه ته به هم د دغې محاکمې په نتیجه کې برائت ورکړل شي.