چین کې د وژونکي ویروس خپرېدل؛ پر عامه ټرانسپورت بندیز لګول شوی

په دې بندیز کې بسونه، میټرو او بېړۍ شاملې دي.

د چین دولتي رسنۍ راپور ورکوي چې د اوهان په ښار کې سر له نننه په سیمه‌ییز وخت د سهار له ۱۰ بجو پر عامه ټرانسپورت بندیز لګولی دی.

په دې بندیز کې بسونه، میټرو او بېړۍ شاملې دي، همداراز نورو سیمو ته د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

اوهان د نهه میلیونه اوسېدونکو ښار د یوې نوې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اصلي مرکز دی او د همدې لپاره پر عامه ټرانسپورت موقتي بندیز لګول شوی دی.

په هغه راپور کې چې پرون خپور شو، حکومت د ښار له اوسېدونکو هم غوښتي که چېرته ډېره اړتیا نه‌وي، نورو سیمو ته دې نه‌ځي.

پر دغې نوې ناروغۍ چې له یوه انسانه بل ته انتقالېږي، تر ۵۰۰ ډېر کسان په چین کې اخته شوي او تر اوسه‌یې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې داسې وېره شته چې دا ناروغي په نړیواله کچه خپره شي.